12/07/2026
نن د سلارزو له پشت سیمې څخه د بېځایه شوو کورنیو د روانېدو منظر ډېر زړه بوږنوونکی و. ماښام مهال چې هغوی خپل کورونه پرېښودل او د تګ په حال کې وو، د هر چا سترګې له اوښکو ډکې وې. یو ځوان د سخت غم له امله په زوره ژړل، او د کورنیو معصومو ماشومانو د پشت خلکو ته سلام وکړ او په لمدو سترګو یې ورڅخه خدای پاماني وکړه.
الله تعالی دې ټولو بېځایه شوو وروڼو او خویندو ته اسانتیاوې برابرې کړي، د هغوی ساتنه دې وکړي، او ژر دې په امن، سکون او عزت سره خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو توفیق ورکړي. آمین. 🤲💔