روغتيايي لارښوونې

روغتيايي لارښوونې I love you mom

  esophageal reflux disease (GERD)👈 :ګاسټرو ایزوفجیل ریفلوکس دهغه حالت څخه عبارت دي چي دمعدي محتویات دمري خواته ریفلوکس ...
19/03/2025

esophageal reflux disease (GERD)
👈 :
ګاسټرو ایزوفجیل ریفلوکس دهغه حالت څخه عبارت دي چي دمعدي محتویات دمري خواته ریفلوکس وکړي.
په هغه حالت کي چي Anti-reflux میکانیزمونه غیري فعال اویاهم نیمه فعال وي نودمري کښتني برخه په دوامداره ډول دمعدي دمحتویاتوسره په تماس کي پاتیږي چي داحالت ته GERD ویل کیږي.
...
1.دمري کښتني معاصره: دمعدوي محتویاتو دبیرته راګرځیدوڅخه مخنیوي کوي.
2.Crural diaphragm
دا دمري هغه برخه ده چي دحجاب حاجزڅخه تیریږي اوګيډي ته داخلیږي چی ددسام (وال Walve) دنده لري.
3. دمري استداري حرکات چي دمري دپاکولو سبب کیږي.
:
لاندي فکتورونه د GERD په منځته راتلوکي پوره ونډه لري.
:
دمعدي محتویات چي تیزابي خاصیت لري دمعدي.
دمخاطي غشا دتخریب سبب کیږي.
دمري دپاکولو ځنډ.
دمعدي دخالی کیدو نیمګړتیا.
داخل البطني لوړفشار.
غذايې اومحیطي فکتورونه
هیاتوس حرنیا
:
دزړه جوش، دلاړو (ناړو) زیاتولي، دغذا دتیرولو
ستونزه،ساه لنډي، بې اشتهایې اود زړه بدوالي.
:
انډسکوفي خاصه تشخیصیه ازموینه ده چي دناروغي
په تشخیص توپيري تشخیص او اختلاطاتوپه پیژندلوکي
مرسته کوي.
او دمعدي د PH اندازه کول.
:
دمري التهاب، Barret esophagus، دمري تنګوالي اوپاړسوب، دوینې کمي، دمعدي تاویدل، Aspiration.
✔لمړي خط درملنه
ددرملني څه هدف دادي چي باید دناروغ ستونزوته خاتمه ورکړل سي اوداختلاطاتوڅخه مخنیوي وسي.
√دسلوک تغیر، ناروغ باید دخوارک کولوڅخه دری ساعته وروسته بیده سي، ترڅوچي غذاښه په هضم ورسیږي.
√دخوب په حالت کي دلوړبالښت څخه استفاده کول.
√پرګیډه (نس) باندي فشار نه واردول.
√ دتنګو کالیو داغوستلوڅخه دې ډډه وسي.
√پرهیزکول! د رومیانو، سټریوس میوي، مساله لرونکي خواړه، کافي(قهوه)، غوړو او چاکلیټوڅخه بایدپرهیزوکړي، دخوراک په وخت کي دزیاتواوبو دچښلو، سګریټ څکول اوالکولودکارولو څخه دي ډډه وسي اوهمدارنګه دوزن کمول.
✔دوهم خط (طبي) درملنه
☞Anti-acids انټې اسیدونه
د Gavisconپنوم شربت د۱۰ څخه تر۲۰ ملي دغذاخوړلو
وروسته دشپي لخوا باید وخوړل سي.
د Mucain پنوم شربت ۵ یا ۱۰ ملي په ورځ کي ۳ یا ۴ ځله
دغذا خوړلومخکي بایدوخوړل سي.
✔دریم خط (طبي) درملنه 👇
H2 receptor antagonist ایچ دوه رسیپټور انټاګونیسټ
Tablet: Cimetidine 200mg, Famotidine 10mg, Ranitidine 75mg, Nizatidine 75mg
په ورځ کي یوځل.
هغه ناروغان چي هره ورځ اویاهم په اوني کې یویاڅوځلي د GERD څخه شکایت لري بیاورته
Cimetidine 400 to 800mg،
Ranitidine & Nizatidine 150mg،
او Famotidine 20mg دورځي دوه ځله د ۱۶ اونیولپاره ورکول کیږي.
Proton Pump Inhibitor (PPI): که چیري پورته درمل
د۱۶ اونیوپه په موده کي مثبت جواب ونه وایه نوبیاوه ناروغ ته Proton Pump Inhibitor (PPI) لکه Rabeprazol 20mg,یاOmeprazole
Lanzoparzol 30mg یا Esomeprazol 40mg
دورځي یوځل د ۸-۱۲ اونیولپاره ورکول کیږي وروسته درول کیږي.
(PPI)
دورځي یوځل ٪۸۹ اودورځي دوه ځله ٪۹۵ اغیزمن درمل دي.
Prokinetic drugs:
داهغه درمل دي چي دمري استداري حرکات زیاتوي اودمعدي تشیدل سریع کوي.

دورځي درې ځله، Domeperidone چي دډوپامین انټاګونیسټ دي یوټابلیټ دورځي درې ځله نیم ساعت مخکي له ډوډي نه باید وخوړل سي.
☆ د H.Pyloriجذري درملنه:
په ځینوناروغانوکي دایچ پایلوري له امله دمعدي تیزاب زیاتيږي نوپه همدي وجه ناروغانوته آنټې ایچ پایلوریک درمل ورکول کیږي لکه...
☞ &
دورځي دوه ځله ورکول کیږي.
د GERD په خاطر جراحي درملنه:
کله چي طبي درملنه اغیزه ونه لري.
هغه ناروغان چي دزیات وخت لپاره PPI نه خوښوي.
چي دناروغ عمده شکایت درګورجیټیشن څخه وي.

د ای بی ایس تشخیصیه کریتیریا:په دی کریتیریاو کی داسی څرګندیږی چی په ۱۱ میاشتو کی ۱۲ اونۍ پرله پسی دګیډی درد یا نارامی وی...
19/03/2025

د ای بی ایس تشخیصیه کریتیریا:
په دی کریتیریاو کی داسی څرګندیږی چی په ۱۱ میاشتو کی ۱۲ اونۍ پرله پسی دګیډی درد یا نارامی وی چی دلاندی اوصافو لرونکی وی

۱: دګیډی درد دډکو متیازو کولو سره ارامیږی

۲:دډکو متیازو فریکونسی بدلون په ورځ کی د دری ځلو څخه ډیر اویا په اونی کی ددری ځلو څخه لږ وی

۳:د ډکو متیازو په کلکوالی( کتلوی سخت نرم اوبلن) کی بدلون

۴:د ډکو متیازو کولو په وخت کی ابنارملټی یعنی زور وهل ژر ژر تلل دنابشپړ تشیدو احساس

۵: دمخاط وتل

۶:د ګيډی نفخ او باد

ددغو ګیلو شتون ای بی ایس ناروغان په دری سب کلاسونوباندی ویشی

۱: څرګند نس ناسته

۲:څرګند قبضیت

۳:متناوبه نس ناسته او قبضت
I BOWEL SYNDROME ( IBS)

سلامونه دوستانو نن راځم یوه بله ناروغۍ درپیزنم

( IBS)

پیژندنه
دغټو کولمو يوه وظیفوی ځنډنی او پرله پسی راتلونکی ناروغی ده چی دکولمو دجوړښت پتالوژی په کی نه
وی چی متصف دی یی دګیډی په درد او نارامی باندی چی د ډکو متیازو کولو سره غلی کیږی

پتوفزیالوژی

لاندی پتو فزیالوژیک میکانیزمونه د ای بی ایس په مینځ ته راتلوکی ونډه لری

۱:دکولمو حرکی ستونزی: یو شمیر څرګند مایوالکتریک او حرکی ستونزی په کولون او کوچنی کولمو کی پیزندل شوی چی دلږی مودی لپاره د ګیډی د درد او روحی ستونزو سره اړیکی لری

۲:دګیډی داحشاو حساسیت زیاتوالی: دډیرو ناروغانو د حشوی دردونو داحساس اندازه لږه وی چی دغټو کولمو دلږ پړسوب سره دګیډی
درد احساسوی ځینی ناروغان سره له دی چی دکولمو دګاز اندازه یی نارمل وی خو دګیډی دباد اودرد څخه ګیله من وی ځینی ژر ژر ډکی متیازی کول احساسوی خو دریکتوم دډکو متیازو حجم یی لږ وی

۳:لومینل فکتورونه: په ۷- ۳۷ سلنه ناروغانوکی وروسته د بکتریا یی ګاسترو انترایتس څخه د ای بی ایس ګیلې پیداکیږی ښځی او هغه خلک چی ډیر روحی فشارونه او خفګانونه لری دبیړنی ګاسترو انترایتس دیرغل دتیرولو څخه وروسته ورته ای بی ایس پیداکیږی

۴:عقلی او ټولنیز ابنارملټی: د ۵۰ سلنه څخه ډیر ناروغان روحی ستونزی خفګانونه دخوړو ستونزی
جنسی او فزیکی ستونزی لری

د ای بی ایس دناروغی کلینیکی بڼه:

ای بی ایس یوه ځنډنی ناروغۍ ده چی ډیری یی په وروستۍ لسیزو کی پیلیږی دناروغی ګیلی دناروغۍ دتشخیص څخه دری میاشتی مخکی شته وی
ای بی ایس هغه مهال پیزندل کیږی چی په ناروغ کی ګیلی وی خو په لابراتواری ازموینو کی یی کوم پتالوژیک افت پیدانه سی

د ای بی ایس تشخیصیه کریتیریا:
په دی کریتیریاو کی داسی څرګندیږی چی په ۱۱ میاشتو کی ۱۲ اونۍ پرله پسی دګیډی درد یا نارامی وی چی دلاندی اوصافو لرونکی وی

۱: دګیډی درد دډکو متیازو کولو سره ارامیږی

۲:دډکو متیازو فریکونسی بدلون په ورځ کی د دری ځلو څخه ډیر اویا په اونی کی ددری ځلو څخه لږ وی

۳:د ډکو متیازو په کلکوالی( کتلوی سخت نرم اوبلن) کی بدلون

۴:د ډکو متیازو کولو په وخت کی ابنارملټی یعنی زور وهل ژر ژر تلل دنابشپړ تشیدو احساس

۵: دمخاط وتل

۶:د ګيډی نفخ او باد

ددغو ګیلو شتون ای بی ایس ناروغان په دری سب کلاسونوباندی ویشی

۱: څرګند نس ناسته

۲:څرګند قبضیت

۳:متناوبه نس ناسته او قبضت

دهضمی جهاز څخه دباندی دای بی ایس کلینیکی اعراض او علایم
۱: نسایی ولادی ګیلی

۲: بولی ګیلی: لکه ژر ژر دتشو متیازو کولو احساس او دمثانی بشپړ نه تشیدل

۳: نوری ګیلی لکه دملا درد سردرد دخولی بدبوی دخوب ستونزی ستومانتیا بی علاقګی

د سر درد 8 عوامل:څیړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.ډاکتران وايي لومړني خوراکي توکي په مع...
19/03/2025

د سر درد 8 عوامل:
څیړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.
ډاکتران وايي لومړني خوراکي توکي په معده او د هاضمې په سیستم کې د محیطي اعصابو د تحریک او د نیورو ترانس مترونو د آزادیدو لامل ګرځي چې په پایله کې ېې سردرد را منځته کیږي.
د سر درد ډولونه
کلستري سر درد
دا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی
او له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي، او بل هغه کسان چې ډیر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کیږي.
د کلستر سر خوږي په ډلیزه توګه حمله کوي،
سر دردي، هره ورځ په یوه معین وخت کې خپریږي. او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کیدای شي میاشتې وخت ونیسي، او دا هم امکان لري چې وروسته له یوې میاشتې یا هم کال وروسته انسان فکر وکړي چې نور نو ښه شوم، خو تر ډيرې مودې وروسته ناروغي بيا را وګرځي چې په پیل کې نیمه سردردي ترې پيدا کیږي، او ورسره زوکام، او له سترګو څخه اوښکې بهېدل هم ملګري وي. خو که د سر درد په لومړۍ مرحله کې سوچه اکسيجن تنفس کړی، د درد ښايي ودروي.
کله چې له دې ډول سر درد سره مخ شوی، نو له سګرټ څکولو او له فزیکي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ.
نرمه سر دردي
دا ډول سر دردي ډیره عامه ده، ددې ډول سردردۍ د پيدا کیدو لاملونه د سر د کاسې د عضلاتو، د اورمېږ ( غاړي) د څنګلو او ځان دردونه دي. ددې ډول حیرانوونکو دردونو را څرګندیدل په عصبي سیستم هم تاثیر لري.
نیمه سر دردي
نیمه سر دردي لنډمهاله تبه وي، چې د سر په یوه برخه کې پیدا کیږي، دا ډول سردردي په یوناني ژبه کې هم د ( نیم سري ) په نامه ياديږي چې له امله يې انسان په غیر عادي ډول د خستګۍ احساس کوي، او وجود يې سستي کوي، چې وروسته زړه بدوالی او استفراق هم ورسره ملګري کيږي.
دا دوره په لومړیو کې څو دقیقې حتا څو ساعته دوام مومي او وروسته ټول سر په درد راولي.
د دماغ شاوخوا سر دردي
ددې ډول ناروغانو د دماغو په شاوخوا کې مړ درد وي او ورو ورو ټول سر په درد اخته کیږي، چې دا هم له استرا حت سره ښه کیږي، تبه، د سر خوږ، او د غاړې شخېدل یې نښې نښانې دي.
د ماغزو د تومور له امله سردردي
دا ډول سر دردي له نور سره توپیر لري، او ډیری وختونه دسهار له خوا وي چې دا هم ډیره شدیده تبه لري،
چې د سر د ښورولو، د درانده شي د پورته کولو، او په ځانګړي ډول د ډیر ټوخي له امله وي، معمولا د سردردۍ سره د خوب اختلالات هم مل وي.
د ویني د لوړ فشار له امله سر دردي
په دغو ناروغانو کې هم یو ډول سر درد وي، معمولا کله چې د وينې فشار ډیر لوړ شي (لږ تر لږه 020 ته او یا هم 012 درجو ته ورسيږي) نو دا ډول سردرد را مينځته کوي.
د سترګو له لوري سر دردي
ډیر کله انسان ته دسترګو له لوري سر دردي پیدا کیږي چې دا دا ډول سر دردي ډیر کله د ډیرې مطالعې، یا هم ټلویزیون ته د کتو له امله رامنځ ته کیږي.
د سینوس له امله سر دردي
دا ډول سردردي ډير کله د سينوسونو (سينوسايټس) التهاب او ناروغۍ له امله پيدا کيږي او زياتره پر تندي باندې تمرکز کوي، دا ډول درد ډیر کله د سر د خوځولو او اوږد غزیدلو پر وخت احساس کيږي، او له خوبه تر پاڅيدو وروسته نور هم ډیریږي.
د غاښونو انتاني ناروغۍ له امله سر دردي
د سردردي دا ډول تل په مخ کې له دردونو پيل کيږي او ورو ورو ټول سر ته خپريږي.
او ورستی هم له سر دردی سره حساسیت
دا ډول سر دردي، ډیر لاملونه لري، لکه د پزې بندوالی، زوکام او ټوخي. کله کله د نس ناستي او حساسیت کنټرول هم د سردردۍ سبب کیږي.

Address

Khost

Telephone

+93777777068

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when روغتيايي لارښوونې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share