Chinaar official

Chinaar official په دې پیج تاسو هر قسمه ادبي،علمي،تعليمی،تاریخی او داسی نور ګڼ شمیر بیانونه او مرکې اوریدلے او کتلے شﺉ۔

اس کیلکولیٹر پر موجود ان خاص بٹنوں کے استعمال اور فوائد کو تفصیل سے سمجھاتے ہیں:1. GT (Grand Total) بٹنیہ بٹن ان تمام نت...
14/02/2025

اس کیلکولیٹر پر موجود ان خاص بٹنوں کے استعمال اور فوائد کو تفصیل سے سمجھاتے ہیں:

1. GT (Grand Total) بٹن

یہ بٹن ان تمام نتائج (totals) کو جمع کرنے کے لیے استعمال ہوتا ہے جو آپ نے کیلکولیٹر پر کیے ہوں۔ مثال کے طور پر، اگر آپ نے کئی الگ الگ حسابات کیے اور ان سب کا مجموعہ ایک ساتھ دیکھنا چاہتے ہیں، تو GT بٹن دبانے سے تمام حسابات کا گرینڈ ٹوٹل نظر آئے گا۔

2. M+ (Memory Plus) بٹن

یہ بٹن کسی بھی نمبر کو میموری میں جمع (add) کرنے کے لیے استعمال ہوتا ہے۔
استعمال: اگر آپ نے "50" لکھا اور پھر M+ دبایا، تو یہ نمبر کیلکولیٹر کی میموری میں محفوظ ہو جائے گا۔ اگر آپ بعد میں "30" لکھ کر دوبارہ M+ دبائیں، تو اب میموری میں "80" محفوظ ہوگا (50+30=80)۔

3. M- (Memory Minus) بٹن

یہ بٹن میموری میں موجود نمبر میں سے کوئی بھی نیا نمبر منفی (subtract) کرنے کے لیے استعمال ہوتا ہے۔
استعمال: اگر میموری میں پہلے سے "80" موجود ہے اور آپ "20" لکھ کر M- دبائیں تو میموری میں "60" باقی رہ جائے گا (80-20=60)۔

4. MRC (Memory Recall & Clear) بٹن

یہ بٹن دو کام کرتا ہے:

پہلی بار دبانے سے میموری میں محفوظ کردہ نمبر دکھاتا ہے (Recall)۔

دوبارہ دبانے سے میموری صاف کر دیتا ہے (Clear)۔

5. +/- (Plus Minus) بٹن

یہ بٹن کسی بھی نمبر کی علامت (sign) کو تبدیل کرنے کے لیے استعمال ہوتا ہے۔
استعمال: اگر آپ نے "25" لکھا ہے اور +/- دبائیں، تو یہ "-25" میں بدل جائے گا، اور دوبارہ دبانے سے پھر "+25" ہو جائے گا۔

6. MU (Mark-Up) بٹن

یہ بٹن زیادہ تر بزنس میں منافع (profit margin) نکالنے کے لیے استعمال ہوتا ہے۔
استعمال: اگر کسی چیز کی قیمت 500 روپے ہے اور آپ اسے 20% منافع کے ساتھ بیچنا چاہتے ہیں تو یوں کریں:

1. 500 لکھیں

2. MU دبائیں

3. 20 لکھ کر % دبائیں

4. کیلکولیٹر خود بخود وہ قیمت دکھائے گا جس پر آپ کو وہ چیز بیچنی ہے

✔ دکانداروں اور کاروباری حضرات کے لیے MU بٹن بہت کارآمد ہے۔
✔ M+, M-, اور MRC ان لوگوں کے لیے مفید ہیں جو بڑے حسابات کو میموری میں محفوظ رکھ کر بعد میں استعمال کرنا چاہتے ہیں۔
✔ GT ان لوگوں کے لیے فائدہ مند ہے جو مختلف حسابات کا گرینڈ ٹوٹل نکالنا چاہتے ہیں۔

یہ بٹن کیلکولیٹر کو مزید طاقتور اور کارآمد بناتے ہیں، خاص طور پر کاروباری حضرات اور طلبہ کے لیے۔

12/02/2025

د لبنان د نامتو ليکوال خليل جبران د يو نظم پښتو ژباړه
ژباړه : Ataullah Jan
زما تر دې ساعته دا ايمان دے
چې انسان يکدم په يو ځاے نۀ مري
يو يو اندام يې وار په وار مړ کېږي
کله چې يار بئيلېږي
نو يو اندام يې هغه وخت ساه ورکړي
او چې محبوب زمونږ لۀ غېږې نه ځي
نو زمونږ بل اندام کړي سترګې پټې
بيا چې زمونږه په خوبونو کښې يو خوب قتل شي
نو بل اندام ساه ورکړي
او په اخره کښې لوے مرګ راځي
ټول اندامونه ورته مړه پراتۀ وي
د دغه ټولو اندامونو هغه پنډ پورته کړي
په خپله مخه لاړ شي

02/12/2024

په هغه ورځ باندې زۀ ډېر خفه ووم
په کومه ورځ چې هغه خلق مړۀ وو
زۀ په دې نۀ ووم خفه
چې ګنی خلق مړۀ دي
خلق به خامخا یو ځل مړۀ کېدۀ
خو زۀ په دې خفه ووم
چې حقیقت چاته معلوم نۀ وو
چې دا په څه مړۀ دي
د چا د لاسه مړۀ دي
او که حقیقت چاته معلوم هم وو
خو چا له ویرې غږ کولے نۀ شو
او یا یې بله څه شوړه وه خله کښې
په هغه ورځ چې زۀ خفه ووم نو په څۀ خفه ووم
زۀ به دې نۀ ووم خفه
چې ګنې خلق مړۀ دي
زۀ د قلم په خاموشۍ خفه ووم
زۀ د بادار په زور زیاتي خفه ووم
زۀ د خپل قام دخبرلوڅه پوهه لوستې جمهوري طبقې
په بې حسۍ خفه ووم
زۀ د سماج په دغه کار د نیشت نیمګړي غبرګون
هغه ورځ هم خفه ووم
او نن پرې هم خفه یم
سبا به هم خفه یم

ډاکټر اقبال شاکر ۳۰/۱۱/۲۰۲۴

خپل اتلان وپېژنئ // ايپي فقيرد پُښتون قام د وياړلي تاريخ پهٔ هر يوهٔ باب کې پهٔ قام، وطن او خپلواکۍ مئين يو نوم خامخا وي...
02/11/2024

خپل اتلان وپېژنئ // ايپي فقير

د پُښتون قام د وياړلي تاريخ پهٔ هر يوهٔ باب کې پهٔ قام، وطن او خپلواکۍ مئين يو نوم خامخا وي. د وخت هر فرعون له خدای پهٔ دې قام کې وخت پهٔ وخت او قدم پهٔ قدم يؤ موسا ارومرو زېږولی دی. د هر دور سامراج چې کله هم د دې قام خپلواکۍ، خاورې، عزت، غيرت، کلتور او ناموس ته سپک کتلي دي نو قُدرت پهٔ دې قام کې د سرو سترګو يؤ خاوند راپيدا کړی دی چې د سامراج مخې ته ودرېدلی دی او د خپل سر پهٔ بيه يې د خپلې خاورې، خپل اولس، کلتور،دين او تاريخ پهٔ سر ننګ کړی دی.
پيرنګی هم د تېرې شوې پېړۍ يؤ ستر سامراج ؤ. د دغه سامراج د شر نه پُښتنه خاوره هم پهٔ امن نهٔ وه خو د پُښتنې خاورې خوراک ډېر ګران او ناشونی کار دی. پيرنګي چې کله دلته خپل ناولی قدم کېښودو نو ګام پهٔ ګام ورته پهٔ خپلواکۍ ميينانو لارې بندې کړي دي او هغوی يې پهٔ قلاره نهٔ دې پرېښودلي. د خپلواکۍ او خپلې خاورې او اولس پهٔ دغه ورکو مئينانو کې يؤ حاجي ميرزالي خان هم ؤ چې دُنيا يې د ايپي فقير پهٔ نوم پېژني. د پُښتون قام دغه وياړلی اتل د 1897 ميلادي کال شا و خوا د وزيرستان ټوچي نومې سيمه کې د کهجورۍ سره نژدې پهٔ کړته نومې کلي کې د ارسلاخان کره زېږدلی ؤ. د نيکهٔ نوم يې محمد آیاز خان ؤ او پهٔ خټه اُتمانزی وزير ؤ. دوی ټول څلور وروڼه وو، مشر مولانا شيرزمان خان ؤ، دويم ميرزالي خان ؤ چې نړۍ يې د فقير ايپي پهٔ نوم پېژني، دريم مُلا ميرزمان خان ؤ او د ټولونه کشر ګُل زالي خان ؤ، مُلا ميرزمان خان پهٔ خپل طبعي مرګ د فقير ايپي د غزا ګانو لهٔ پېله مخکې مړ ؤ، ګُل زالي خان د غزاګانو د پيل پهٔ وړومبو ورځو ژوندی ؤ او مشر ورور مولانا شيرزمان د ميرزالي خان سره اوږه پهٔ اوږه ولاړ ؤ او پهٔ 8م جون 1947م کې پهٔ حق ورسېدلو.
ميرزالي خان وړومبۍ زدکړې د خپل پلارارسلا خان نه کړې وې، بيا يې تر څلورم ټولګي پهٔ يوهٔ سرکاري سکول کې زدکړې وکړې او وروستو بیا بنوں ته د مذهبي زدکړو لپاره لاړو. خو څهٔ موده پس بیا بيرته توچۍ ته راغلو او د داوړو پهٔ سيمه کې يې خپلې زدکړې پيل کړې. دغه وخت ميرزالي خان ايله د دولس کلونو ؤ چې پلار يې مړ شو. د پلار د مرګه وروسته د دهٔ مشر ورور مولانا شير زمان د کړتی جاييداد خرڅ کړو او پهٔ سپلګه او شام کې يې زمکه واغيسته. هلته يې جومات، کور او حُجره جوړ کړل. د شام پهٔ زمکه يې هم ودانۍ جوړې کړې. پهٔ دغه وخت کې ميرزالي خان يؤ ځل بيا د نورو زدکړو لپاره بنوں ته لاړو. هلته د دهٔ د پاکيزه سيرت او ښهٔ سړيتوب لهٔ کبله د هغه وخت يوهٔ نوموړي عالم قاضي شير زاده خپله لور دهٔ ته پهٔ نکاح کړه.
ميرزالي خان د وادهٔ نه وروسته بيرته سپلګۍ ته لاړو خو د مور د مرګه وروسته يې سپلګه پرېښوده او د داوړو پهٔ ايپي نومې کلي کې مېشته شو او هلته يې د مولوي عالم خان څخه د درس و تدريس لړۍ بيا پيل کړه.
ياده دې وي چې د وزيرستان پُښتانهٔ ايوب ته آئيپ وايي، ايپي کلی پهٔ اصل کې ايوبي کلی دی خو د وزيرو، مسيدو او داوړو د ځايي ګړدود لهٔ کبله پهٔ ائيپي کلي مشهور شو او د آئيپي نه ايپي شو او اوس يې ټول خلک پهٔ همدغه نوم پېژني.
ميرزالي خان ته د ايپي کلي خلکو يؤ کور، جومات او جُجره جوړه کړه او د لرې لرې کليو او بانډو نه به ورته هلته خلک د روحاني فيص ترلاسه کولو لپاره راتلل.
پهٔ کال 1928م زېږديز کې چې ميرزالي خان کله د حج نه راستون شو نو د فقيرۍ او بزرګۍ ډونډوره يې پهٔ ټوله سيمه کې لا نوره زياته شوه، د خلکو ورسره بې کچه عقيدت پيدا شو او هم پهٔ دغه موده کې د ميرزالي خان نه د فقير ايپي پهٔ نوم مشهور شو او لا تر نن ورځې يې نړۍ پهٔ همدغه نوم پېژني.
پهٔ کال 1934م ميلادي کې يې د جلال اباد د يؤ نامتو صوفي سيد حسن الګيلاني چې د نقيب صېب پهٔ نامه يې شهرت لرلو، لاس نيوه وکړه. پهٔ ستنېدو يې پهٔ ايپي کلي کې لنګر پيل کړو او ورسره پهٔ عبادت اورياضت کې هم مشغول شو.
ژوند يې همدغسې پهٔ عبادت، رياضت او د خلکو پهٔ خدمت کې روان ؤ چې پهٔ 1936م کې يوه پېښه رامنځته شوه کومې چې د يؤ صوفي فقير ايپي نه يؤ مجاهد ايپي فقير جوړ کړو او يؤ ګوشه نشين عابد او صوفي يې ګوريلا جوړ کړو، د پُښتون قام چی ګويرا يې ترې جوړ کړو.
پېښه داسې وه چې د بنوں د جنډوخيلو يو ځلمي امير نور علي شاه د جنډوخيل(غيسکي) د يوې هندوې کورنۍ د جينۍ رام کوري سره وادهٔ وکړو، هغه مُسلمانه شوه او نورجهان نوم يې ورله کېښودو. د هغې پلار(ميوه رام) مړ ؤ خو ترهٔ هرنام داس او مور منسه ديوي يې د امير نور علي شاه خلاف د بنوں د ډوميل پهٔ تاڼه کې عريضه وکړه او تور يې پورې کړو چې هغهٔ زمونږ جينۍ پهٔ زور مُسلمانه کړې ده او نابالغه هم ده چې وادهٔ ورسره کول پهٔ قانون کې جرم دی. هغوی دا تور هم پورې کړو چې امير نور علي شاه د رام کوري سره سره د هغې د پلاره لهٔ کوره بلها سرهٔ او سپين زر هم وړي دي. خو حکومت چې کله د هغهٔ کور ولټولو نو هېڅ هم نهٔ وو. د رام کوري(نور جهان) کورنۍ څهٔ وخت پس خپله وړومبۍ عريضه يې بيرته واغيسته او بله يې وکړه چې زمونږه وړومبۍ عريضه زمونږ تېروتنه وه او مونږ پهٔ امير نور علي شاه هېڅ دعوديداري نهٔ لرو. امير نور علي شاه د دغه دويمې عريضې سره لږ پهٔ ساه صورت شو خو بیا هم د احتياط لهٔ مخې د خپلې ميرمن سره د سورنۍ د سيمې پک اسماعيل خيل ته د خپل ماما د زوي ميرزالي خان کره لاړو.
کله چې د بنوں هندوان د دغه پېښې نه خبر شول نو ټولو پهٔ رام کوري(نورجهان) د ننګ کولو او د هغې د مور منسه ديوي او هرنام داس د مرستې کولو اعلان وکړو او پهٔ ګډه يې د بنوں پهٔ تاڼه کې د امير نور علي شاه او د هغهٔ د خپلوانو پر ضد استغاثه وکړه.
پيرنګي ډپټي کمشنر د دغه استغاثې نه پس د امير نور علي شاه کشر ورور امير عبدالله شاه راوبللو او پهٔ سختۍ يې ورته رام کوري(نور جهان) د سپارلو وينا وکړه. خو امير نور علي شاه د خبلې کور ودانې د بيرته سپارلو پهٔ ځای د سپين وام پهٔ لاره افغانستان ته د تګ پرېکړه وکړه خو يوهٔ مسلمان سب انسپکټر ارباب عطاءالله خان ورته خبرداری ورکړو چې پيرنګي ستاسو د نيولو پوره پلان جوړ کړی دی نو ښه به دا وي چې بل خوا مخه وکړئ. دواړه وروڼو پهٔ خپلو کې مشوره وکړه او د افغانستان پهٔ ځای يې د شمالي وزيرستان شام نومې سيمې ته د تګ پرېکړه وکړه. خو دا کار هم ونهٔ شو ځکه چې څو بې ننګه او خود غرضه مشرانو ترې د بدرګې پهٔ نوم هر پنځهٔ ميله پس شپږ شلې روپۍ غوښتلې. نو دوی د ټانک پهٔ لاره پهٔ ټيکسي کې د تګ پرېکړه وکړه او لهٔ قصده يې د يوهٔ هندو ټيکسي راونيولو. خو لهٔ بده مرغه چا مخبري کړې وه نو چې کله د غوريوالی تاڼې ته ورسېدل نو سمدلاسه ونيول شول. دغه وخت تاڼيدار د رام کوري(نور جهان) نه د نوم تپوس وکړو نو هغې ورته وويل چې زما نوم اسلام بي بي دی او هم د دغه ورځې نه پهٔ اسلام بي بي مشهوره شوه. د نيولو نه پس جيل ته ولېږلی شوه.
يوهٔ هندو سرجن هغه لهٔ قصده شپږ مياشتې نابالغه ثابته کړه حالانکې د ډوميل پهٔ تاڼو کې يې عُمر د قانون تر مخه پوره ؤ. يوهٔ پيرنګي ډپټي کمشنر اسلام بي بي سمندر شاه نومې يوهٔ سيکهـ ته پهٔ دې شرط وسپارله چې کله بالغه شي نو بيا به ترې پهٔ عدالت کې بيان اغيستی شي.
پهٔ دغه کار د بنوں مسلمانانو ډېر بد وګڼل، د سمندر شاه پهٔ کور وروختل او هغه يې د اسلام بي بي سره پهٔ کور دننه بندي کړو، ځينې ځوانانو پهٔ چاوڼۍ ورختې وکړه او څوک د ډپټي کمشنر پهٔ بنګله ورغلل. او دا لړۍ څو ورځې همداسې روانه شوه چې بلها حکومتي ودانيو او املاکو ته پکې بلها زيان واوړېدلو.
پيرنګي چې دغه بد حال وليدلو نو اسلام بي بي يې د بزرګ خيلو يوهٔ مشر ملک تجلي خان ته وسپارله
خو کله چې حالات لږ سم شول نو د ډپټي کمشنر او پولیس سُپرنټنډنټ پهٔ مشرۍ کې د پيرنګي فوځ د ملک تجلي خان پهٔ کور ورغلو او اسلام بي بي يې پهٔ زور راوويسته او بوګائی نومې يوهٔ نوموړي هندو سوداګر هغه پهٔ خپل موټر کې د هندوستان هوشيارپور ته يوړه.
اميرنورعلي شاه يې قيد کړو او د هرې پور جيل ته يې واستولو چې څهٔ موده پس راخوشی شو.
د پيرنګي پهٔ دغه ناروا او يؤ اړخيزه پرېکړه د بنوں مروتو او خټکو ډېر بد وګڼل او د حکومت پر ضد يې لاريونونه پيل کړل. د توچۍ وزير او داوړ چې کله د دغه پېښې نه خبر شول نو هغوی هم ميدان ته راودانګل. پهٔ 11م اپريل 1936م کې د بنوں عالمان او مشران راغلل او د عيدکو پهٔ کلي کې يې د داوړو د عُلماؤ، ملکانو، سپين ږيرو او مشرانو سره يوه ستره جرګه وکړه، حاجي ميرزالي خان هم پهٔ دغه جرګه کې ګډون کړی ؤ. جرګې پرېکړه وکړه چې بايد پيرنګيان دې زر تر زره اسلام بي بي مُسلمانانو ته وسپاري ګنې پايله به يې ښه نهٔ وي.
پهٔ دغه وخت کې د داوړو سترګې يواځې حاجي ميرزالي خان ته راوګرځېدلې خو هغه بيخي غلی پاتې شو او پټ پهٔ پټه به يې د بنوں د مشرانو سره خبرې اترې کولې. د داوړو مشرانو پسې څو ځل سوال جواب وکړل خو حاجي ميرزالي خان به جواب نهٔ ورکولو خو اخير يې غاړه کېښوده او د يوې لويې جرګې د راغوښتلو يې ورته وويل.
پهٔ 15م اپريل 1936م پهٔ ملک اژدر کې يوه لويه جرګه راجوړه شوه، د بنوں، ميرانشاه او وزيرستان ګڼ شمېر خلکو پهٔ دغه جرګه کې برخه واغيسته. ټولو مشرانو ډېرې د جذباتو ډکې خبرې وکړې او کشران او ځوانان هم د مشرانو د يوې اشارې پهٔ هيله ناست وو او غوښتل يې چې همدا اوس پهٔ پيرنګي بريد وکړي. خو دغه وخت ايپي فقير پهٔ اس سپور راغلو او پوښتنه يې وکړه چې مشرانو څهٔ پرېکړه وکړه؟ خلکو ورته وويل چې کهٔ چيرې پيرنګي اسلام بي بي بيرته را نهٔ کړه نو دا لښکر به پهٔ بنوں بريد کوي.
ايپي فقير ورته وويل چې دا سمه پرېکړه نهٔ ده ځکه چې پيرنګی زور لري او مونږ يې پهٔ مقابل کې تش لاس او کمزوري يو. کهٔ خامخا د جګړې اراده لرئ نو راځئ چې پهٔ دې خبره بيا لهٔ سره فکر وکړو او کومه بله غوره لاره وټاکو.
پُښتانهٔ خو دي جذباتيان او اکثره وخت د هوش پهٔ ځای لهٔ جوشه کار اخلي نو د ايپي فقير پهٔ دغه خبرو ټولو بد وګڼل او ګنګوسی يې پيل کړو چې بډې يې اغيستې دي، چا به ويل چې د پيرنګيانو ايجنټ دی، چا به څهٔ او چا به څهٔ ويل. خو کله چې ايپي فقير هغوی بيا جرګه کړل او پهٔ سړه سينه يې د هغهٔ پهٔ خبرو غور وکړو نو پرېکړه يې وکړه چې بايد د ښکاره بريد پهٔ ځای ګوريلا بريدونه پيل کړو او پهٔ کومه غرئيزه سيمه کې يو خوندي پټنځای جوړ شي چرته چې مجاهدين ځانونه پټوی شي او لهٔ هغه ځايه پهٔ دښمن ګوزار کولای شي. ټولو دا خبره وومنله او نيتاسي ته يې د تګ پرېکړه وکړه.
پهٔ نيتاسي کې تر 19م اپريل 1936م د لښکر شمېر شا و خوا څلور زره ته ورسېدلو. د شا و خوا ټولې سيمې خلکو پهٔ لښکر کې ګډون وکړو خو د خيساره توري خيلو وزيرو ترې انکار وکړو.
کله چې د لښکر د مشر د ټاکلو خبره رامنځته شوه نو د ډېرو جرګو او صلاح مشورو نه پس ټولو پهٔ ګډه د مشرۍ پټکی ايپي فقير ته ور پهٔ سر کړو او د داوړو يؤ مشر احمد خان درپه خيل يې د هغهٔ د مرستيال پهٔ توګه وټاکلو.
بله ورځ د توچۍ د علماؤ د فتوې تر مخه فقير ايپي د پيرنګي خلاف د جهاد اعلان وکړو. پيرنګيان چې خبر شول نو د وزيرستان د پيرنګي ريزيډنټ پهٔ خولهٔ يې د ايپي فقير لښکر ته اخطار ورکړو چې زر تر زره دغه لښکر خور کړي ګنې ښه به درله نشي، خو هغوی پرې ځان ناجاڼه کړو. بيا يې د الوتکو نه د اخطار او خبردارۍ پرچيانې پهٔ ټوله سيمه کې وشيندلې خو بيا يې هم چا پرواه ونهٔ کړه. دريم ځل يې پهٔ 23م اپريل 1936م سکاوټس راولېږل او پهٔ ايپي کلي کې يې د ايپي فقير او نورو دوه مشرانو کورونه ړنګ کړل. بيا يې د داوړو مشران راوبلل او سخت اخطار يې ورکړو چې زر تر زره خپل خلک د خيسارهٔ نه راستون کړئ ګنې تورسرې به مو بې ستره کړو، کورنه او جوماتونه به مو وران کړو او تاسو به بنديان کړو.
د پيرنګي د دغه اخطار نه پس مشرانو د حسوخيلو کلي غازي مرجان او حاجي کمال الدين ايپي فقير ته جرګه ور ولېږل. د خبرو اترو نه پس ايپي فقير هغه ټول خلک بيرته ولېږل چې د پيرنګي لاس ورته پهٔ اسانه رسېدلی شو او يا يې پهٔ حکومت کې کوم منصب او دنده لرله. خلک خفه شول خو ايپي فقير د پيرنګي د ارادو نه خبر کړل او پهٔ بيرته تګ يې راضي کړل ځکه چې د سر او مال د تاوان خبره نهٔ وه بلکې د عزت او ناموس سوال ؤ. تر دغه وخته وزيرو د ايپي فقير نه ځان لرې ساتلو.
پيرنګي ته موقع پهٔ لاس ورغله نو د ايپي فقير بلها ملګري يې بنديان کړل، بيا يې يوه جرګه راوبلله او دغه خلک يې دولس زره روپۍ جرمانه کړل.
دلته د وزيرستان غيرتي پُښتانهٔ دوه ډلې شول، يوې ډلې د پيرنګي سره د خبرو اترو لاره غوره ګڼله او پيرنګي ته يې ويل چې بايد د ايپي فقير غوښتنې ومنل شي او سوله ورسره وشي ګنې د دغه پاڅون پايله به سمه نهٔ وي او بلې ډلې د پيرنګي سره جنګ کول غوښتل. د دغه ډلې خلک هم پخپله جنګ ته چمتو وو او هم يې نور خلک جنګ ته راپارول.
د اوړي پهٔ پيل کې ايپي فقير ګړيوم ته لاړو او د ژمي د پيل کېدو پورې پهٔ ګړيوم، شام او شکتوئی کې دېره ؤ. پهٔ دغه وخت کې يې د وزيرو، مسيدو، داوړو او بيټنو سره جرګې وکړې او خلک يې پهٔ فکري توګه د پيرنګي پر ضد وسلوالې مبارزې ته چمتو کړل. کله چې یخني پيل شوه نو ايپي فقير د زرمک سره نزدې دين درګی نومې ځای ته راغلو خو د خپلې قبيلې خلکو لهٔ هغه ځايه (خيساره)کرکڼۍ ته راوستو او هم هلته مېشته شو. دلته يؤ ځل بيا د شا و خوا سيمو خلک رامات شول. فقير ايپي هم د پيرنګي خلاف خپله مبارزه لا ګړندۍ کړه، پيرنګی هم ناخبره نهٔ ؤ. توري خيلو ته يې دړکه ورکړه چې کهٔ د دريم نومبر 1936م پورې مو د ايپي فقير سره کومه پهٔ زړهٔ پورې پرېکړه و نهٔ کړه نو پهٔ خيساره به بريد کوو. ملکان فقير ايپي ته جرګه شول خو هغهٔ د ملکانو خبره ونهٔ منله بلکې خيساره ته يې د پيرنګي راتګ هم چيلنج کړو. ملکانو پيرنګي ته سپينه خبره وکړه چې نهٔ خو ايپي فقير لهٔ خپلې سيمې شړلای شو او نهٔ يې د جګړې نه قلارولی شو. او کهٔ پهٔ فوځ يا سکاوټس څوک بريد کوي نو مونږ يې نهٔ يو ذمه وار او ښه به دا وي چې تر درې مياشتو فوجي نقل و حرکت معطل بیخي شي.
بل خو ايپي فقير خپل تبليغات دوامدار وساتل او پهٔ سلګونو غازيان يې وروزل، پيرنګي پهٔ هغهٔ نظر ساتلو او د هغهٔ د مخ پهٔ زياتېدونکي طاقت نه ښهٔ خبر ؤ.
پهٔ دغه لړ کې د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ مسټر کريکټن او د هغهٔ مرستيال پوليټيکل ايجنټ مسټر آر اين بيټي د نايب پوليټکل افسر خان محمد نواز خان نه د ايپي فقير د لښکر پهٔ اړه مالومات وغوښتل. هغهٔ ورته وليکل چې د ايپي فقير سره هېڅ قسمه لښکر نشته، بس يؤ فقير دی او ورسره يؤ څو شيخان دي. چې فوځ ورشي نو لاس تړلي به يې راولي. مسټر کريکټن دغه خبره د وزيرستان ريزيډنټ ته وکړه او هغهٔ سمدلاسه پهٔ خيسارهٔ د بريد کولو پرېکړه وکړه. او هم لهٔ دغه ځايه پهٔ باقاعده توګه د ايپي فقير او پيرنګي تر منځه وسلواله جګړه پيل شوه.
پهٔ 25م نومبر 1936م د پيرنګي ريزيډنټ، د جنوبي وزيرستان د پوليټيکل ايجنټ مسټر کريکټن او د نايب پوليټيکل افسر خان محمد نواز خان پهٔ مشرۍ کې د توپونو، ټانکونو او درنې سلاح سره د پيرنګي يؤ ستر لښکر د خيسارهٔ پهٔ لور روان شو. د ساتنې لپاره د لښکر سره الوتکې هم روانې وې او تر شا يې د راشن او تودو کاليو نه بار اوښان او خچرې هم روانې وې. او تر شا يې د وزيرو او داوړو شپږ شلې وسلوال مشران هم روان پهٔ جلب وو.
کله چې دغه لښکر د کتيری نه پورې وتو نو مجاهدينو پرې د شا و خوا غونډيو نه بريد وکړو او د تلپکان او عالم شيري پورې ښه توده جګړه روانه وه. د مخې او ګېر چاپېره نه به پهٔ پيرنګيانو د ايپي فقير غازيانو بريدونه کول او د شا لخوا به پرې د وزيرو او داوړو هغه مشرانو ډزې کولې کوم چې پهٔ ښکاره د دغه لښکر تر شا پهٔ جلب کې روان وو. بلخوا باد و باران او جاکړ هم راغلو چې لهٔ امله يې د بنوں او زرمک تر منځه د وايرليس شبکې کار پرېښودلو. پهٔ دغه اړدوړ کې د ميجر ټينډال او کيپټن بايد ترڅنګ د پيرنګي د فوځ دوه سوه اويا (270) کسانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او درې کسان د ايپي فقير لهٔ ملګرو څخه شهيدان شول. هم پهٔ دغه ورځ پهٔ ډمډيل کې هم سخته انښته وشوه چې د ميجر سيکومب ترڅنګ پکې درې سوه نهه(309) پيرنګي فوځيان مړهٔ شول او اووهٔ کسان پکې د ايپي فقير ملګري شهيدان شول.
خو بیا هم د شپې د دولس بجو شا و خوا پيرنګيان کرکڼۍ او مرغۍ نومې ځای ته ورسېدل خو د ميرعلي فوځ لا تر دغه دمه غازيانو پهٔ لاره ايسار کړی ؤ.
د شپې ناوخته پهٔ توره تيارهٔ کې غازيانو پهٔ پيرنګي لښکر يرغل وکړو او رؤ ګودر يې ترې خطا کړو. هغوی لهٔ ويرې د تېښتې هڅه وکړه، اسونه، خچرې او اوښان هم پهٔ اړدوړ او ډزو کې وارخطا شول او زياتره يې د غازيانو پهٔ لاس ورغلل. پهٔ دغه بريد کې هم اووهٔ سوه پنځهٔ دېرش(735) پيرنګي فوځيانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او پنځويشت غزيانو هم ژوند باييلو.
خو پهٔ سبا ورځ د پيرنګي جنګي الوتکو خپل فوځ ډاډه کړو او د خيساره سيمه يې ونيوله او پهٔ کرکڼۍ کې يې د ايپي فقير جومات او حجره وران کړل.
پهٔ سبا ورځ(27م نومبر 1936م) شپږ سوه غزيانو يؤ ځل بیا پهٔ پيرنګي بريد وکړو چې پهٔ پايله کې يې 1021 پيرنګيان مړهٔ او ژوبل شول او فوځ يې بيرته ميرعلي ته پهٔ تېښته بريالی شو.
پهٔ دغه درې ورځنۍ جګړه کې پيرنګي ته ډېره بده ماتې وشوه او ټول غرور يې خاورې ايرې شو. د زرګونو مړو تر څنګ يې شا و خوا دوه زره دوه سوه اتهٔ ويشت(2238) تنه فوځيان سخت ژوبل شوي وو. بل خوا د ايپي فقير د سرتېرو نه يواځې درې پنځوس ځوانان شهيدان شوي وو او شا و خو دوه دېرش ژوبل شوي وو.
د قام سره خيانت کونکي، د خپل اولس پهٔ سر سامراج او يرغلګرو ته جاسوسي او دلالي کونکي هم قام ته او هم خپل بادار ته تل سپک، ارزان او مختورن وي، دغه بې ناموسه خلک نهٔ تاريخ بخښي او نهٔ يې خپل اولس پهٔ درنه نامه يادوي. همدغه کار د خان محمد نواز خان سره وشو. پيرنګي چې د ايپي فقير د لښکر دغه زور وليدلو نو لهٔ قاره يې هغهٔ ته حکم وکړو چې پهٔ شپږ ساعته کې دننه دننه وزيرستان پرېږده ځکه چې تا مونږ ته د ايپي فقير پهٔ اړه دروغ ويلي وو.
د دغه درې ورځنۍ جګړې پهٔ اړه ډبليو ايچ کوڼدن پهٔ خپل کتاب دي فرنټيئر فورس رائفلز پهٔ 146م مخ ليکي چې لهٔ هغې ورځې نه ايپي فقير د يوهٔ باغي قبايلي ليډر پهٔ حيث خپل شهرت او استحکام قايم کړو. هم د دغه کتاب پهٔ 148م مخ ليکلي چې دغه جګړه زمونږ لپاره يوه بد ترينه ماتې وه او لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه کړې وه چې دغه پېښې ايپي فقير ته د يوهٔ ليډر ځای ورکړو او هغه د دې خبرې جوګه شو چې پهٔ وزيرستان کې زمونږ لپاره تر يوې اوږدې مودې مشکلات رامنځته کړي.
د دغه شرمناکه ماتې د غچ اغيستو لپاره پيرنګي يو ځل بيا پهٔ خيساره د بريد اراده وکړه. پهٔ دريم دسمبر 1936م يې پهٔ سيمه کې د الوتکو نه پرچيانې وغورځولې چې بايد زر تر زره دا سيمه تاسو خالي کړئ او خپل واړهٔ او زاړهٔ خوندي کړئ.
بلخوا يې د بنوں نه پهٔ خوراکي توکو او نورو شيانو راوړلو هم بنديز ولګولو، پهٔ سړک يې هم کار ښهٔ تېز کړلو. د خاصه دارو چيک پوسټونه يې هم ځای پهٔ ځای جوړ کړل کوم چې د وزيرستان پهٔ خاوره د تاريخ وړومبني چيک پوسټونه وو.
ايپي فقیر به پرې د خپلو غزيانو سره ګوريلا بريدونه کول چې پيرنګي د ډېره قهره د جلير، شکتويی، زيخی، ډاګۍ، شيح محمد کلی، زيړ پيژی، دينور، بوبلي او شا و خوا ټول کلي ړنګ کړل. د وزيرستان خلکو چې دغه جبر وليدلو نو پيرنګيان يې ورواغيستل او پهٔ شا تګ يې مجبوره کړل. پيرنګي يؤ ځل بيا خپل جبر پيل کړو او د 22م او 23م دسمبر پهٔ شپه يې لهٔ قهره لا نور ډېر کورونه وسوځول او د شپې ناوخته يې د ډاګۍ کلي پهٔ لوييديز اړخ ټوله سيمه بمبار کړه. ايپي فقير دغه وخت پهٔ ارسلکوټ کې ؤ، خپل غازيان يې د ګوريلا بريدونو لپاره پهٔ وړو وړو ټولګيو کې وويشل، چا به د ورځې پهٔ ګشتونو او پيکټونو بريدونه کول او چا به د شپې کيمپونو ته لاسي بمونه ور اچول او ډزې به یې پرې کولې. پیرنګي به هم هره ورځ پهٔ شا و خوا سيمه بريدونه او بمبارۍ کولې چې بلها زيان به يې خلکو ته اړلو خو بیا يې هم بريا نهٔ موندله نو يؤ ځل يې بیا لهٔ چل ول څخه د کار اغيستلو پرېکړه وکړه او پهٔ ميرعلي کيمپ کې يې يوه جرګه را جوړه کړه چې پهٔ پايله کې يې د توري خيلو پهٔ سيمه کې ډز بندي وشوه او پيرنګي د نورو بريدونو نهٔ کولو ژمنه وکړه.
دغه کار ايپي فقير ته هم لږ وخت پهٔ لاس ورکړو، هغهٔ نهٔ يواځې خپلو ګوريلا بريدونو ته دوام ورکړو بلکې د راروانې جګړې لپاره يې هم يو ستر لښکر چمتو کړو. پيرنګي د هغهٔ د زور ماتولو لپاره د 31م دسمبر 1936م نه تر څلورمې جنورۍ 1937م پورې پرله پسې څلور ورځې پهٔ ارسلکوټ بمباري وکړه.
څو ورځې پس پهٔ زېړپېژي او ډاکۍ کلي کې جګړه وشوه چې پیرنګي پکې يؤ ځل بیا ماتې وخوړه او لهٔ تاوه يې د توريخيلو پهٔ ړنګ شو کليو يؤ ځل بیا بمباري وکړه او پهٔ 15مه جنورۍ 1937م يې د يوې بلې جرګې پهٔ ترڅ کې توريخيل يؤ خوا پنځوس زره روپۍ جرمانه کړل او بل خوا يې د هغوی شپږ شلې قامي خاصه دار لهٔ نوکرۍ نه اوويستل او د خپل وړل شوي مال غوښتنه يې ترې هم وکړه. او دا يې ورته هم وويل چې بايد د بوبلۍ نه تر بيچي کسکۍ پورې د ايپي فقير ملګرو ته پناه ور نهٔ کړئ او د دې ترڅنګ به د جلير او خيساره تر منځه څوک ابادي هم نهٔ کوي.
خو پهٔ ارسل کوټ او شا و خوا دوميله سيمه پيرنګي وخت پهٔ وخت هم هغه شان بمباري کوله. څهٔ وخت پس پيرنګی فوځ رزمک او بنوں ته بيرته لاړو او حالات هم لږ سم شول.
بلخوا يې د سيمې د مشرانو سره جرګو ته هم دوام ورکړو او پهٔ کلکه يې ورته وويل چې بايد ايپي فقير لهٔ وزيرستانه وشړئ او يا يې سولې او روغې جوړې ته اماده کړئ.
ايپي فقير دغه وخت سخت ناروغه ؤ خو مشرانو ته يې وويل چې زهٔ ستاسو قدر کوم او کهٔ خدای مهٔ کړه زما لهٔ کبله تاسو ته مشکلات جوړېدل نو زهٔ به دا سيمه بيخي پرېږدم.
ايپي فقير خپلو غازيانو ته وويل چې د يوې مودې پورې بايد غلي کښېنئ، خو چې لږه موده تېره شوه نو غازيانو يؤ ځل بيا خپل ګوريلا بريدونه پيل کړل او د وزيرستان او بنوں پهٔ حکومتي ځايونو به يې هره ورځ خامخا يؤ بريد نيم کولو.
د دغه بريدونو پهٔ ترڅ کې د وزيرستان سکاوټس کپتان مسټر جی سي کوغ هم يوه ورځ د جهنډولې پهٔ لاره د مکين د عمرخيلو بهلولزو پهٔ سيمه کې ووژل شو. دوه ورځې وروسته پهٔ اوومه فرورۍ 1937م د قُطبي وزيرستان مرستيال پوليټيکل ايجنټ اين آر بيټي رزمک ته پهٔ لاره روان ؤ، تر شا يې خاصه دار هم روان وو خو د همزونو داوړو د چتون کلي نه بره پهٔ غلانۍ کې پرې بريد وشو او هغه يې سره د دوه نورو سپاهيانو ووژلو. پيرنګي مداخيلو ته وويل چې پهٔ دغه پېښه کې ککړ خلک بايد حکومت ته وسپارل شي خو جرګې يې خبره و نهٔ منله نو پيرنګي لهٔ تاوه د مداخيلو پهٔ دوو کليو يانې د اسماعيل خيلو پهٔ ستر کلي او پهٔ زېړوم کې پهٔ اسړو نومې کلي درنه بمباري وکړه. بله ورځ يې جرګه راوغوښتله او شپږ زره ورپۍ نغدې او يؤ شمېر ټوپکې يې ترې پهٔ جرمانه کې واغيستلې.
بل خوا غازيانو هم خپل ګوريلا بريدونو ته دوام ورکړو او وخت پهٔ وخت به يې پيرنګي ته ځاني او مالي زيان اړولو. پيرنګي هم ورځ پهٔ ورځ د سيمې پهٔ مشرانو خپل فشار زياتولو چې بايد ايپي فقير یا خو لهٔ سيمې وشړل شي او يا قلار کړی شي. مشرانو به پهٔ ښکاره پيرنګي ته هوکړه وکړه خو پهٔ عملي توګه به یې د ايپي فقير خلاف هېڅ ګام هم نهٔ پورته کولو.
پيرنګی چې پوه شو چې پهٔ جبر د ايپي فقير مخه نشي نيولی نو يؤ ځل بيا يې د خبرو اترو لاره غوره وګڼله او پهٔ 24م مارچ 1937م يې ميران شاه ته د اُتمانزو وزيرو يوه ستره جرګه راوبلله او ورته يې وويل چې بايد تاسو د ايپي فقير او زمونږ ترمنځه روغه جوړه وکړئ. د جرګې پهٔ پایې کې د ايپي فقي سره د خبرو اترو لپاره يؤ څو مشران چوڼ کړی شول او خيساره ته روان شول. فقير ايپي يې د خپل درانهٔ لښکر سره ډاکۍ ته مخې له راغلو او څلور مشران يې ترې رابيل کړل.
ايپي فقير هغوی ته د حکومت سره د روغې جوړې لپاره دغه شرطونه کېښودل:
1. حکومت به پس لهٔ دې د مسلمانانو پهٔ مذهبي چارو کې کار نهٔ لري.
2. حکومت چې د ايپي فقير او د هغهٔ د پلويانو کوم کورونه، جوماتونه او نورې ودانۍ ړنګې کړې دي هغه به د دهٔ پهٔ خوښه بيا لهٔ سره جوړوي.
3. دواړه غاړو ته چې د سر او مال څومره زيان اوړېدلی دی هغه به يؤ خوا بل خوا بخښلی کيږي.
د دوه ساعته پورې خبرې اترې روانې وې خو هغه مشرانو!

هاغه ده ملګرو د صابر جنازه اووتهڅومره به لګیا وو اوس دا خله یی څومره غلی دهالله دی جنتونه نصیب کړی
31/10/2024

هاغه ده ملګرو د صابر جنازه اووته
څومره به لګیا وو اوس دا خله یی څومره غلی ده

الله دی جنتونه نصیب کړی

29/10/2024

بندوبست دَ کائنات دې په خبرو
يؤ تر سلو صدقه شه سل تر زرو

يا دَ سپينو تورو مرد شه يا عاشق شه
چې يادېږې په بدلو په سندرو

دَ عاشق برخه خواري زاري ژړا شوه
دَ معشوقې پرواه څهُ په مروُرو

له يؤه دريابه خيژي فرق يې ‌‌‌ډېر دې
کهُ نظر کړې دَ درياب په ملغلرو

چې يې غم دَ غليم نشته بختور دي
خدايه ما کړې په شماره دَ بختورو

دَ خوشال خټک خوشي به هغه وخت وي
چې برېښنا دَ سپينو تورو شي په زغرو

خوشال خان خٹک

23/10/2024

حسن کړمه پوئے په معرفت ده عشق
عشق کړمه خبر په حقیقت ده عشق

چېرې پامالي ده حســـــن نــــــه غـــــواړي
پاک وي ده هوس نه طبیعت ده عشق

عشق علت دې حسن دې معلول ده خلق
دا هر یو نعمت دې عنایت ده عشق

خاورې چې په یار پسې ځواني نه کړي
خاورې به شي پوئې په اهمیت ده عشق

زړه کښې چې پیدا کړې ده وفا احساس
خپله به محسوس کړې بيا حرمت ده عشق

حسن ته چې څوک په بد نظر ګوري
دا به خبر نه وي په عصمت ده عشق

حسن چې افضل هـــر څـــه مفضول ګني
دا به وي قائل ده فضیلت ده عشق

عشق بغير ده حسن ضروري نه دې
حسن ته ضرور وي ضرورت ده عشق

زه په پار سائي ده عقل څــه کړم
غواړم رسائي صرف له تهمت ده عشق

خدای ده خپل محبوب همسر پیدا نه کړو
ځکه دوئي نه مني وحدت ده عشق

ستاړ خواهش بدل چې په طلب کښې شي
تا ته به معلوم شي بياړ شدت ده عشق

ډېر په قیل و قال کښې شوې بې حال ملا
خوند واخله لږ حال ده کیفیت ده عشق

تل داسي مغلوبه وي ده نفس جبلت
چېرې غالب نه شو په فطرت ده عشق

فقط مراجع ده جانان ذات ګڼم
خپل مرشد ښه پوئی کړم په رحمت ده عشق

عشق ده محبت ده جمال دې جلال
عين كمال ليده شي مودت ده عشق

پڼه چی مئین جانان ته اومني
حسن هله او مني عظمت ده د عشق

زه اوجب د حسن اتباع ګڼم
تا باندې واجب دې اطاعت ده عشق

ما او یار ده زه او ته فرق ختم کړو
یو ښکاري ده حسن حسنت ده عشق

سر او ایمان دواړه سلامت غواړي
شیخ نه شي وړې بار ده ملامت ده عشق

هر خکلې بهلوله وفا کله کړي
پوئې دې زما یار په مروت ده عشق

09/10/2024

څو ورځې نور هم انتظار وکړم که څه وکړمه
که د خپل حال ورته اظهار وکړم که څه وکړمه

دنیا زما سره یوې لارې ته نه جوړیږي
څه وکړم زه ورسره لار وکړم که څه وکړمه

په موده پس راغلې حجره د میلمنو ډکه ده
تنور لمبه کړم که سنګار وکړم که څه وکړمه

چې د توبې دا دروازه به واقعي بندیږي
ناصحه وار وکړم تلوار وكړم که څه وکړمه

دا ځلې بیا جانان د بل سپرلي وعده کړیده
غره! چې بیا پرې اعتبار وکړم که څه وکړمه

ابرار غر

آپکے مرنے کے کچھ گھنٹوں بعد  آپکے عزیزواقارب ۔..........
18/09/2024

آپکے مرنے کے کچھ گھنٹوں بعد آپکے عزیزواقارب ۔..........

سرتور فقیر (ننگے سر) کو پشتو میں "ملا مستان، ملا مستانہ، لیونئی فقیر" کے نام سے بھی جانا جاتا ہے اور انگریزوں نے "The gr...
18/09/2024

سرتور فقیر (ننگے سر) کو پشتو میں "ملا مستان، ملا مستانہ، لیونئی فقیر" کے نام سے بھی جانا جاتا ہے اور انگریزوں نے "The great fakir" یا "The mad faqir of swat " یا "mad mullah " کہا ہے۔ سرتور فقیر ایک قابل ذکر شخصیت تھے جنہوں نے خیبر پختونخوا میں برطانوی سلطنت کے خلاف جدوجہد میں نمایاں کردار ادا کیا۔

سرتور فقیر کا اصلی نام سیدللہ خان تھا اپ کی پیدائش وادی بونیر کے گاؤں ریگا بونیر میں ہوئی تھی اور وہ پشتونوں کے یوسف زئی قبیلے کی ایک شاخ سے تعلق تھا۔ اپنی مذہبی تعلیم کو آگے بڑھانے کے لیے، وہ دس سال تک افغانستان میں مزار شریف میں قیام کرنے سے پہلے پورے ہندوستان اور وسطی ایشیا میں رہا اور سفر کیا۔ 1895 میں وہ بونیر واپس آئے۔

شمال مغربی سرحدی صوبے (خیبر پختونخوا) پر برطانوی قبضے اور ڈیورنڈ لائن کے ذریعے پشتون زمینوں کی تقسیم کے جواب میں فقیر نے برطانوی سلطنت کے خلاف جہاد کا اعلان کیا۔ اس نے علاقائی یوسفزئی، مہمند، عثمان خیل، بونیروال، سواتی قبائل کے بارہ ہزار 12000 سے زائد پشتون قبائلیوں کو برطانوی سلطنت کے خلاف اکٹھا کیا اور مالاکنڈ اور دیر میں برطانوی چھاؤنیوں پر حملے شروع کر دیے۔ انہوں نے دعویٰ کیا کہ انگریزوں کو نہ صرف مالاکنڈ بلکہ پشاور سے بھی بے دخل کیا جائے گا۔

اس نے دعویٰ کیا کہ اس کے پاس تمام فوت شدہ فقیروں نے ملاقات کی ہے، جنہوں نے اسے بتایا کہ ان کی (برطانوی) بندوقوں اور رائفلوں کے منہ بند کر دیے جائیں گے اور ان کی (برطانوی) گولیوں پر پانی پھر جائے گا۔ کہ اس نے صرف دریائے سوات میں پتھر پھینکنا تھا اور ہر پتھر جو وہ پھینکے گا اس کا اثر ان (برطانوی فوجیوں) پر بندوق کا ہوگا۔ اس نے اعلان کیا کہ اس کی مدد کے لیے اس کے پاس آسمان سے ایک پوشیدہ فوج ہے۔ اس لیے انگریز انھیں دیوانہ فقیر اور پشتون ان کے مختلف مذہبی باتوں کی وجہ سے لیونائی فقیر کہتے تھے۔

سرتر فقیر نے لنڈکے سے مالاکنڈ اور چکدرہ کی طرف مارچ شروع کیا۔ اپر سوات، بونیر، عثمان خیل اور ملحقہ علاقوں کے لوگ ہزاروں کی تعداد میں ان کے ساتھ شامل ہوئے۔ ان کی کمان میں 8000 سے زیادہ پشتون قبائل نے چکدرہ میں انگریزوں پر حملہ کیا جس میں انگریزوں کے مطابق 28 فوجی ہلاک اور 178 زخمی ہوئے لیکن مقامی پشتونوں کے مطابق 100 سے زائد انگریز فوجی مارے گئے۔ جیسے ہی حکومت ہند کو معلوم ہوا کہ مالاکنڈ اور چکدرہ گیریژن پر حملے محض ایک چھوٹی سی مقامی پریشانی کا نتیجہ نہیں ہیں بلکہ مشترکہ قبائلیوں کی طرف سے جان بوجھ کر ہماری فوجوں کو ملک سے باہر کرنے کی کوشش کی جا رہی ہے۔ انگریزوں نے مالاکنڈ کو مضبوط کرنے کے لیے فوری اقدامات کیے؛ سرتور فقیر کی کمان میں پشتون قبائلیوں کے اُٹھنے کو کچلنے کے مقصد کے لیے ڈویژنل دستوں کے ساتھ دو بریگیڈوں پر مشتمل ایک فیلڈ فورس کی تشکیل کے احکامات جاری کیے گئے۔

اس لڑائی میں دونوں طرف سے بہت سے جنگجو مارے گئے۔ وادی میں تعزیری مہم کے وقت لنڈکے کے قریب کوٹاہ اور نوے کلے میں لڑائی کی شدید نوعیت اور انگریزوں کے لیے اس کی اہمیت کا اندازہ اس بات سے لگایا جا سکتا ہے کہ برطانوی حکومت نے سب سے اعلی فوجی تمغہ وکٹوریہ کراس سے لیفٹیننٹ کرنل ایڈمز اور ویزکاؤنٹ فنکاسل کو نوازا ۔ پانچ دیگر کو آرڈر آف میرٹ سے نوازا گیا۔ ملاکنڈ کا محاصرہ ونسٹن چرچل کا اصل لڑائی کا پہلا تجربہ تھا، وہ برطانوی اخبار میں اس کے بارے میں مضامین لکھتے ہیں ان مضامین کو بالآخر ان کی پہلی شائع شدہ کتاب، The Story of the Malakand Field Force میں مرتب کیا گیا، جس سے انہونے بطور مصنف اور سیاست دان اپنے کیریئر کا آغاز کیا۔

بعد میں عبداللہ خان کے ماتحت نواب کے دیر نے سرتر فقیر کے خلاف ہو کر اس کی فوجوں پر حملہ کر کے اس کی تحریک کو کمزور کر دیا۔ اس سے سرتور فقیر پریشان ہو گئے۔ انگریزوں نے اس کے خلاف تقسیم کرو اور حکومت کرو کی حکمت عملی استعمال کی اور اس کے مزید حملوں کو روکنے کے لیے انہوں نے نواب دیر سے معاہدہ کیا کہ فقیر کو ان علاقوں میں کبھی داخل نہیں ہونے دیا جائے گا۔

برطانوی افسروں کے مطابق میک مہین اور رمسے نے اعتراف کیا کہ "سرتور فقیر نے شمال مغربی سرحدوں پر بہترین اور سخت ترین لڑائیاں کی جن کا ہم اعتراف کرتے جو ہم مانتے ہیں۔ یہ کہا جا سکتا ہے کہ اس خطے میں ان کی تحریک نے بہادر جنگجوؤں میں آزادی اور جہادی کے جذبے کو زندہ رکھا۔

فقیر کا بنیادی مقصد خطے میں رہنے والی قبائلی برادریوں کی خودمختاری اور آزادی کا تحفظ تھا۔ انہوں نے اپنی زمینوں پر برطانوی سلطنت کے تجاوزات کی شدید مخالفت کی اور مختلف قبائلی گروہوں کو برطانوی افواج کے خلاف متحد کرنے کی کوشش کی۔ وہ قبائلی برادریوں کے لیے امید کی علامت بن گئے، انہیں برطانوی سامراج کے خلاف کھڑے ہونے کی ترغیب دی۔

سرتور فقیر کا انتقال 1917 میں فتح پور سوات میں ہوا

06/09/2024
19/08/2024

زمانې ته او زما کردار ته ګوره
درست ستار کی یو بی سوره تار ته ګوره

د راتللو غږ دې څومره وارخطا کړم
دې زما ادل بدل پیزار ته ګوره
غر

Address

Swat

Telephone

+923429637039

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Chinaar official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Chinaar official:

Share